کوم کس چی استاد رباني وواژه هغه مهاجرنه بلکی پاکستانی تبعه وو
سلام خان سلام خان

 

استاد رباني د روان کال د سنبلې یا وږي په میاشت کې د یوه کس له خوا چې ځان یي د طالبانو د کوټې شورا د سولې قاصد معرفی کړی وو او څو ورځې یي په کابل کې د سولې د عالي شورا په میلمستون کې هم تیرې کړې وې په ځان وژونکې حمله کې ووژل شو،له دې پیښې وروسته افغان حکومت او خلک سخت په غصه شول او ان ولسمشر کرزي له وسلوالو مخالفانو سره د سولې خبرې اترې هم وځنډولې، افغان امنیتي ځواکونو وروسته اعلان وکړ، چې دا کس له پاکستان څخه راغلی وو او د پاکستان له استخباراتي شبکې سره یي اړیکې درلودې

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني هم د افغانستان په اړه د استانبول په کنفرانس کې ژمنه کړې وه، چې د استاد ربانې د وژنې د پیښې په څیړلو کې به هر راز مرسته وکړي ،دغه راز د افغان حکومت پلاوی چې د همدې موضوع د څیړلو لپاره پاکستان ته تللی وو، د نوموړي هېواد له چارواکو سره تر خبرو وروسته اعلان وکړ، چې پاکستان په دې برخه کی د هر اړخیزې مرستې ژمنه کړې ده.

  ولی په دی ورځو کی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سولې د عالي شورا رییس استاد رباني په پاکستان کې د افغان مهاجرو له خوا وژل شوې او دوي نه شي کولای چې مسوولیت یي واخلي ،که څه هم لا تر اوسه افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې څرګندونو په اړه چې د سولې د عالي شورا رییس په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرو له خوا وژل شوی غبرګون نه دی ښودلی، خو د سولې عالي شورا وایي چې پاکستان نه شي کولای په دې ډول څرګندونو پر واقعیتونو پرده وغوړوي ، د سولې د عالي شورا مرستیال عطاوالله لودین د پنجشنبې په ورځ په کابل کی په خپلو څرګندونو کی وخبریالانو وویل، چې پاکستاني چارواکي په دې هڅه کې دي ترڅو واقعیتونه پټ او په خپل هېواد کې افغان مهاجرو ته هم نورې ستونزې جوړې کړي ،که چیرې دوي په دې باور لري چې استاد رباني د افغانانو له خوا وژل شوی، باید په لومړېو ورځو کې یي ویلي وای ،هغه کس چی استاد ربانی یی وواژه هویت یی معلوم دی او دلته یی څو شپی هم تیری کړی دې ،په هیڅ صورت دا پیښه افغانانو پورې تړاو نه لري او نه هم د افغانستان د خلکو په واسطه دا کار شوی، دا مساله د لمر په څیر روښانه ده"

خو سیاسي څیړونکي په دې برخه کې د افغان حکومت په ځانګړي توګه د څیړنیزو او استخباراتي څانګو هڅې کمزوري بولي، او وایي، چې همدا کمزوري او خلاوې د دې لامل شوي چې د استاد رباني د وژنې د پیښې په اړه پاکستان خپل دریځ بدل کړي ،د پاکستان دا ادعا له دې امله چې زموږ کشفي او استخباراتي ادارې کمزوري او لازم اسناد نه لري حقیقت ته نږدې ده، افغانستان له پاکستان نه وغوښته چې د استاد رباني د قاتلینو په نیولو کې همکاري وکړي ،دافغانستان استخباراتي او څیړنیزو ارګانونو دا توان نه لری، چې په خپلواک ډول د استاد رباني دوسیه وڅیړي او په دې برخه کې پرمختګ وکړي، پاکستان له همدې خلا څخه ګټه پورته کوي ولی بیا هم

د افغان حکومت چارواکو له مخکې نه په ډاګه کړې ده، کوم کس چې په ځان وژونکې حمله کې یي د سولې د عالي شورا رییس استاد رباني وواژه هغه پاکستانی تبعه وو او اړیکې یي هم په نوموړي هېواد کې له وسلوالو ډلو او استخباراتي شبکو سره وې ،دوي وایي، چې په دې برخه کې لازم اسناد او شواهد په لاس لري او پاکستان حکومت ته یي هم دا ډول اسناد سپارلي دي ،

 پاکستان وايي چې د افغانستان دحالاتو ذمه واره نه دي . دا خبره دپاکستان د بهرنیو چارو ویاند عبدالباسط په اسلام اباد کې کړی ده . نوموړي ویلی دی چې دپاکستان له لوري‌له افغانستان سره اوس هم هراړخیزه مرستي رواني دي . دده په وینا چې دسولي دعالي شورا دریس برهان الدین رباني دوژنې پلټنې هم دوام لري. نوموړي دا خبري په داسي وخت کې وکړې چې امریکا دپاکستان لپاره داویا کروړه ډالرو دمرستي دمشروطولو خبر ورکړ. امریکا وايي چې دا مرسته په هغه صورت کې ممکنه ده چې پاکستان د مجاهدينو په خلاف کوټلي ګامونه واخلي او هغه لاري بندي کړي چې لاسي جوړ شوي بمونه ترې افغانستان ته وړل کېږي. د پاکستان او امریکا تر منځ د۲۶ نومبر تر هغه برید وروسته اړیکي خړي شوې چې ناټو ځواکونو دپاکستان پوځي پوستې بمبار کړې او تر شلو زیات پوځیان یې ورووژل. پاکستان احتجاج وکړو او افغانستان ته دناټو اکمالاتي کاروانونه یې ودرول ،په بلوچستان ایالت کې شمسي هوايي اډه بنده کړه او د بن په کانفرانس کې يې په احتجاجي ‌ډول ګډون ونه کړی

دافغانستان لپاره دامریکی خاص استازی  ګروسمان د سولې دعالي شورا د مشر استاد برهان الدين رباني وژنې ته په اشارې  په کابل کی ورسنیو ته ویلی دی چې دغه وژنه دسولې پروسې لپاره لوى ګوزار و،هغه زياته کړی ده چی دغه کار که هر چا کړى وي، موخه يې دا وه، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ واټن رامنځته کړي

خو د امريکا ځانګړي استازي داهم وويلی دی چی ، دى نه پوهېږي، چې د رباني د وژنې تر شا د چا لاس و

په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر وايي په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو د پټنځايونو شتون په افغانستان کې د سولې په برخه کې هڅې له ګواښ سره مخ کړې دي،راين کراکر  د شنبې په ورځ  کندهار ته دخپل سفر پرمهال دغه راز وويل چې پاکستان بايد د هغو وسلوالو مخه ونيسي چې په افغانستان کې پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو بريدونو کوي او عام خلک وژني،د ښاغلي کراکر په خبره د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم په خپلو خبرو کې  دغه موضوع ياده کړې وه او دوی هيله لري چې پاکستان به د دوی پر خبرو عمل و کړي،نوموړی وويل چې وسلوال د افغانستان او پاکستان لپاره يو ګډ خطر دی  او د پولې په دواړو غاړو کې ورانکاري فعاليتونه کوي،د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر په ډاګه دا ويلي چې پاکستان بايد  د هغو وسلوالو پرضد اقدام وکړي چې افغانستان ته را اوړي او دلته زموږ سر تېري او ستاسې سرتېري او عام خلک وژني،̋د کابل لپاره د امريکا سفير راين کراکر دغه راز وويل چې  تر ۲۰۱۴ کال وروسته  له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې مرستې به دپوځي برخې پر ځای تر ډېره په ملکي برخه کې وي ،ښاغلي کراکر وويل چې د امريکا خلک  به د اوږده مهال لپاره په اقتصادي، امنيتي او پرمختيايي برخو کې له افغانستان سره ولاړ وي ،کراکر د يوی پوښتنې په ځواب کې چې په قطر کې د طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانستنې په اړه يې نظر څه دى؟،وويل چې د سولي  پروسه د افغان دولت يوه هڅه ده او افغان دولت  واک لري چې په دې برخه کې تصميم ونيسي،کراکر د خپلو خبرو په يوه  برخه کې دا هم وويل  چې په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته د اکمالاتو لېږدوونکو موټرونو باندې په پاکستان کې د راتګ بنديز، په افغانستان کې د  امريکا او ناټو پر ستراتېژۍ  کوم اغېز نه لري  او دوى به د نورو لاروخپل اکمالات وکړي.پای


December 18th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها